د عامې روغتيا وزارت له لوري د ناروغانو خونديتوب او ورته د غوره پاملرنې په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د مرکزي روغتونونو مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان او رسنيو استازو ګډون کړی و، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل، د ناروغ خونديتوب د باکيفيته روغتيايي خدمتونو له اساسي برخو څخه دی او په دې برخه کې پر وخت تشخيص، لازمه درملنه او معياري روغتيايي چاپيريال اړين دی.
همدارنګه، ښاغلي مرستیال وویل، د ناروغانو خونديتوب یوازې د روغتیايي کارکوونکو مسؤلیت نه دی، بلکې د اړوندو ملي او نړیوالو ادارو، سازمانونو، روغتیايي کارکوونکو، ټولنې، کورنیو او ناروغانو ګډ مسؤلیت دی او زياته يې کړه، يو منظم او پياوړی روغتيايي سيستم، ژمن ډاکټر او باخبره ناروغ، د ناروغ د خونديتوب درې اساسي ټکي دي.
دغه راز، د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي وویل، د ناروغانو د خونديتوب او غوره درملنې لپاره معیاري تشخیص، د درملنې پر مهال د احتمالي زیانونو مخنیوی او د ټاکل شوي دوز پر بنسټ د درملو تطبیق اړین دی.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي او د روغتیا نړیوال سازمان استازي هم د غیرساري ناروغیو مخنیوي او د ناروغانو د خونديتوب په اړه ویناوې ترسره کړې.
