د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ، د روغتیا نړیوال سازمان او ترکیې هېواد په همکارۍ درې تنو عاجل ناروغانو ته بوټولینوم انټي‌توکسین په عاجله توګه هېواد ته راوړل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او همغږۍ، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او ترکیې هېواد په همکارۍ، د هېواد په یوه خصوصي روغتون کې د درې تنو بستر ناروغانو د درملنې په موخه اووه‌ګوني بوټولینوم انټي‌توکسین (Heptavalent Botulinum Antitoxin) په عاجله توګه هېواد ته راوړل شول. یاد درمل چې د بوټولینوم د زهري کېدو پېښو د درملنې لپاره کارول کېږي، د عامې روغتيا وزارت له لوري اړوند روغتون ته وسپارل شول؛ څو د اړتیا له مخې د اړمنو ناروغانو د درملنې بهیر کې ترې ګټه واخيستل شي.

د عامې روغتیا وزارت د يادې همکارۍ له امله له روغتيا نړيوال سازمان او ترکيې هېواد څخه مننه کوي او هڅه کوي چې د هېواد په کچه د بېړنیو او جدي ناروغیو د درملنې لپاره د اړینو درملو او طبي توکو د برابرولو برخه کې له کورنیو او نړیوالو همکارو ادارو سره لازمې همغږۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS