د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د اړوندو ولایتونو د اعلان شویو بستونو د ازموینې اخیستلو بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د یادو بستونو لپاره د ازموینې پر شفاف ترسراوي ټینګار وکړ او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د ازموینې په بهیر کې عدالت او شفافیت ته جدي پاملرنه وکړي او د داسې ازموینې زمینه برابره کړي، چې حق حقدار ته ورسېږي. همدارنګه، نوموړي د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړولو پروژې پر جدي څارنه ټینګار وکړ او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د یادو پروژو د کار کیفیت او پرمختګ په منظم ډول وڅاري.
ورته مهال، د یادو ولایتونو روغتیايي مسؤلینو خپلې کاري ستونزې او شته ننګونې د مالي او اداري چارو مرستیال سره شریکې کړې او ډاډ يې څرګند کړ، چې د اعلان شویو بستونو د ازموینې بهیر به په بشپړ شفافیت او عدالت سره ترسره کېږي او په دې بهیر کې به د شفافیت او عدالت اصول په پام کې ونیول شي.
