د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (۵۰،۰۰۰) پنځوس زر لیټره ډیزل تېلو تهیه او تدارک پروژې، چې ریفرينس شمېره يې MOPH/WAKH/NCB/1405/G005 ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي، داوطلبان کولای شي، د داوطلبۍ شرط پاڼې سافټ د وزیر محمد اکبرخان روغتون د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه په فلش یا هار ډیسک کې ترلاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي، چې خپلې آفرونه د شرط پاڼې شرايطو، د عقودو قانون او د عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم په سر تړلي ډول، د اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر سه شنبې ورځې، چې د 24/04/1448 هـ ق / 15/07/1405 هـ ش نېټې سره سمون لري ترتيب او د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست د کنفرانس خونې ته وړاندې کړي، له ټاکلې نېټې څخه وروسته رسېدلي سربسته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانېستلو غونډه به د سه شنبې ورځ، چې د 24/04/1448 هـ ق/ 15/07/1405 هـ ش سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د وزیر محمد اکبرخان روغتون کنفرانس خونه کې ترسره شي.
