د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هېواد د جنوبي زون ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۲
moph

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ریاستونو استازو حضوري او د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو انلاین ګډون کړی و، موخه يې د مرکز او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د شته ستونزو ارزونه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو او پر وخت اجرااتو لپاره د لازمو تدابیرو نیول وو.

همدارنګه، په یاده غونډه کې ولايتي مسؤلينو خپلې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له مرکزي مسؤلینو سره شريکې او يو شمېر وړاندېزونه يې مطرح کړل او د مرکزي مسؤلینو له لوري ورته ځوابونه وړاندې، د همکارۍ او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.

همداراز، ښاغلي مرستیال له يو بل سره پر ښې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او ولايتي مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې او غوښتنې د ولایتونو د روغتیا همغږۍ ریاست له لارې له مرکز سره په رسمي ډول شريکې کړي؛ څو ورته مناسبې حل لارې پيدا او پر وخت حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د درملو شپږ عمده پلورنځي موقتاً مهر او لاک شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي په سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو. . .

BACK TO NEWS