د نیمروز او هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له RI سره ۳۴.۲ میلیونه افغانۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په نيمروز او هلمند ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي د HIV/AIDS، توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو او د روغتیايي سیستمونو د ملاتړ په موخه له Relief International-RI مؤسسې سره د (۳۴۲۸۸۱۰۶) څلور دېرش میلیونه دوه سوه اته اتیا زره یو سل شپږ افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د ۲۰ میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۴۲ روغتيايي مرکزونو او ۷۸۸ رروغتیايي پوستو له لارې د یادو ولایتونو (۲۲۳۷۷۹۴) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د RI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د ۲۰ میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
