د محمد آصف مایل نمونوي عالي لېسې څه باندې ۱۳۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۱۵
moph

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د پکتیا سیمه ييز روغتون له روغتیايي چارو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني په مشرۍ یو پلاوي د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ملتیا د دغه ولايت له سیمه ييز روغتون له روغتیايي چارو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د محمد آصف مایل نمونوي عالي لېسې څه باندې ۱۳۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۴
Background image

د «کیفیت د کنټرول لابراتوارونو مدیریت» درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو ۴۴ کارکوونکو ته پیل شو.

. . .

BACK TO NEWS