د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د درملو د تنظیم او ثبت، د درملو د شرکتونو او تأسیساتو د وضعیت ارزونې، د جوازونو ورکړې او د قوانینو، مقرراتو او لارښودونو د تطبیق اړوند موضوعات تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول. همدارنګه، ګډونوالو د کاري بهیر ښه والي، د اجراآتو چټکتیا او د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې، د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د قوانینو او مقرراتو پر دقیق تطبیق، د مراجعینو چارو ته پر وخت رسېدنې او د موضوعاتو پر منظم تعقیب ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې اړوند اجراآت په منظم او شفاف ډول تعقیب کړي.
