د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بغلان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو او قومي مشرانو شتون درلود.
د عامې روغتیا وزیر د دغه روغتون جوړېدل د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو مهم روغتیايي ګام وباله او ویې ویل، چې د دې روغتون په فعالېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته به د هغوی لاسرسی اسانه شي.
ښاغلي وزیر زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لړۍ پیل کړې؛ څو روغتیایي خدمات پراخ، د هېوادوالو روغتیايي اړتیاوې په خپلو سیمو کې پوره او ورته باکیفیته خدمات وړاندې شي.
