د فاریاب ولایت روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه فاریاب ولایت ته سفر ترسره کړ.
د دې سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره ناسته ترسره او له ولایتي او نسایي ولادي روغتونونو، د یو شمېر ولسوالیو له کلینیکونو او د خصوصي سکتور اړوند له یو شمېر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو.
د نظارت پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو وضعیت، لابراتوارونه، حفظالصحې، د انتاناتو کنټرول، د اسنادو او راپور ورکولو سیستم او عمومي وضعیت وارزول شول.
همدارنګه، د خدمتونو د کیفیت لوړولو، شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې تر سره او پر شفافیت او حساب ورکوونې ټینګار وشو.
