د ګډ نظارتي چک لېست د اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک لېست د بیاکتنې او معیاري کولو په موخه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د طبي شورا لوی ریاست، د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست، د روغتیايي تاسیساتو د څارنې ریاست او د روغتیايي خدمتونو د څارنې ریاست تخنیکي او مسلکي استازو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د چک لېست د اغېزمنتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه لازم اصلاحات رامنځته شول، چې د تأیید لپاره به د وزارت مقام ته وړاندې شي.
مفتي عبدالقدوس هاشمي وویل: د ګډ نظارت موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او د اصلاحاتو عملي کول دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې له دې وروسته به ګډه نظارتي کمېټه خپلې چارې د اصلاح شوي چک لېست له مخې ترسره کوي.
