د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ښار خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د پایلو د اعلانولو په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
mpoh

په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د یاد وزارت مرکزي رئیسانو، د خصوصي روغتونونو مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل: ا.ا. د خصوصي روغتیايي سکتور ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د طبي تجهیزاتو ښه والي او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې د روغتونونو د معیاري کولو او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی، چې هېوادوالو ته په کور دننه روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي او د هغوی درملنه په داخلي روغتونونو کې ترسره کېږي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: خصوصي روغتیايي سکتور د عامې روغتیا وزارت یو مهم مټ دی او د روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌ بندۍ بهیر د هغوی د پیاوړتیاوو او کمزوریو په معلومولو، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي، د روغتیايي خدمتونو د بیو په کنټرول او د روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

ورته مهال، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ټینګار وکړ، چې د روغتونونو مسؤلیت یوازې د ناروغانو تشخیص او درملنه نه ده، بلکې د خوندي چاپېریال برابرول او د انتاناتو مخنیوی هم د هغوی له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړه، روغتونونه د تجربه‌ لرونکو متخصصینو له لوري په هر اړخیز ډول ارزول شوي دي او هر روغتون باید د ټاکل شویو معیارونو د ساتنې او لا لوړولو لپاره هڅې وکړي.

سربېره پر دې، روغتیايي مرکزونو ته د اعتبار ورکولو اجرائیوي رئیس مولوي سیف‌الله معاویه وویل: په کابل ښار کې ۱۱۵ روغتونونه ارزول شوي، چې له ډلې یې دوه روغتونونه په A، نهه روغتونونه په B او ۳۹ روغتونونه په C درجه کې راغلي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ښار خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د پایلو د اعلانولو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۵
Background image

د ګډ نظارتي چک‌ لېست د اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د بیاکتنې او معیاري کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د طبي شورا لوی ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۶:۲۸
Background image

تخار ولایت کې د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي کوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مدیریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او (AKHS) مؤسسې د استازو په شتون کې د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي. . .

BACK TO NEWS