د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
MOPH

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو په لوړولو د ولسوالۍ د کچې نوي عمومي روغتون جوړیدو په اړه د مننې او د ولسونو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

قومي مخورو د خپلې ولسوالۍ جغرافیوي شرایطو او د روغتیايي خدماتو محدود لاسرسي ته په اشارې سره د خدماتو پراختیا اړینه وبلله او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې دې ولسوالۍ ته یې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتون منظور کړی. نوموړو وویل، په تېرو دوه لسیزو کې دې سیمې ته د روغتیا په برخه کې هیڅ اساسي پاملرنه نه ده تر سره شوې او دا یو ډیر ستر اقدام دی چې په جوړېدو سره به یې د سیمې روغتیايي خدمات لا زیات او پیاوړي شي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د قومي مخورو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د اړوندو څانګو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې، څو د دغه ولسوالۍ د روغتیايي ستونزو حل ته جدي پاملرنه وشي. 

دغه راز ښاغلي وزیر ټینګار وکړ، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد په هره ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونونه جوړ، شته روغتیايي خدمات پراخ او د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدماتو د لاسرسي زمینه برابره کړي، چې په دې برخه کې عملي اقدامات او هڅې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS