د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي پکتیا ولایت ته سفر په ترڅ کې د زرمت ولسوالۍ له روغتون څخه لیدنه وکړه
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادې لیدنې پر مهال د روغتون بېلابېلې څانګې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر وکاته او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه د بستر ناروغانو احوال هم واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د مسلکي چلند ترڅنګ د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې لا ډېرې هڅې وکړي.
