په روان کال کې د بدخشان په ولایتي روغتون کې شاوخوا ۱۲۰۹ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي
له دې ډلې څخه ۱۰۵۷ لوی او ۱۵۲ کوچني جراحي عملیات دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربه لرونکو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې ۱۲۵۶۳۳ ناروغانو ته (OPD) او ۱۰۷۶۴ ناروغانو ته بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.