د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: د ۱۴۰۵ کال د جامع (Comprehensive) ازموینې لپاره د نوملیکنې خبرتیا

ټاکل شوې ده چې د اکمال تخصص روزنیز پروګرام د وروستي کال د وروستۍ ازموینې بریالي او په شرایطو برابر ډاکټران، د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، په نږدې راتلونکي کې د جامع (Comprehensive) ازموینه ورکړي.

له همدې امله، هغه محترم ډاکټران چې د خپلو پروپوزلونو او مونوګرافونو چارې یې بشپړې کړې او د اکمال تخصص لوی ریاست د علمي کمېټې تأیید یې ترلاسه کړی وي، کولای شي د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړي.

د نوملیکنې د پیل نېټه: د ۱۴۰۵ کال د قوس ۴مه، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادي‌الثاني له ۱۴مې سره سمون لري.

د نوملیکنې د پای نېټه: د ۱۴۰۵ کال د قوس ۲۰مه، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د رجب له ۲مې سره سمون لري.

د نوملیکنې لینک

:https://forms.gle/AGZUHACCpMVcvGAw9

یادونه: د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ د اکمال تخصص لوی ریاست له (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسئ او یا ورته پیغام پرېږدئ.

په درنښت

د اکمال تخصص لوی ریاست

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د ۱۴۰۵ کال د جامع (Comprehensive) ازموینې لپاره د نوملیکنې خبرتیا

ټاکل شوې ده چې د اکمال تخصص روزنیز پروګرام د وروستي کال د وروستۍ ازموینې بریالي او په شرایطو برابر ډاکټران، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم نیمروز ولایت ته سفر کوي.

د بامیان ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړوندوالي د کچې راکمولو په موخه، د ۱۴۰۵ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ۳۴ مسلکي بستونه اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه له اړینو اسنادو سره . . .

Back to announcements