د عامې روغتیا نوماند وزیر د یاد ولایت له والي، مخورو خلکو، مشرانو او په پارلمان کې د پکتیا ولایت له استازو سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۰:۴۹
د عامې روغتیا نوماند وزیر د یاد ولایت له والي، مخورو خلکو، مشرانو او په پارلمان کې د پکتیا ولایت له استازو سره وکتل

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه ولایت له والي ښاغلي محمد حلیم فدايي، مخورو خلکو، مشرانو او په پارلمان کې د دغه ولایت له استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې، دوی د یاد ولایت د روغتیا وضعیت د ښه والي په موخه خپلې ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا له نوماند وزیرسره شریک کړل او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

ډاکټر عثماني د یاد ولایت د روغتیايي ستونزو تر اورېدو وروسته، وویل چې د دغه ولایت روغتیایي ستونزو ته په کتو سره به ۵۰ بستریز روغتون چې یوه اوونۍ وړاندې یې د جوړېدو تړون لاسلیک شوی و، په راتلونکو شپږو میاشتو کې په معیاري او ټولو طبي وسایلو سمبال جوړ شي.

د عامې روغتیا وزارت نوماند د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو ته د زیاتو واکونو ورکولو ته په اشارې سره وویل چې د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو ته ډېر واک ورکړل شوی ترڅو د تجهیزاتو او نورو توکو په پېرلو کې له ستونزو سره مخ نشي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه ولایت روغتیایي مسؤولینو ته لارښوونه شوې چې د دې ولایت د اړتیاوؤ سره سم د اکسیجن تولید لپاره فابریکه جوړه کړي ترڅو د دې ولایت اوسېدونکي تر دې وروسته د اکسیجن له کمښت سره مخ نشي.

ډاکټر عثماني د با کیفیته روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته لاسرسی د دې هیواد د هر وګړي حق دی او ټینګار یې وکړ چې موږ هڅه کوو د هېواد په ټولو برخو کې په مساوي ډول د اړتیا سره سم د با کیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

له بلې خوا د عامې روغتیا نوماند د روغتیايي خدمتونو د پلي کونکو موسسو د دندو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې موسسو دندې په ټولو ولایتونو کې په جدي توګه څارل کېږي او د دې موسسو لخوا د کومې سرغړونې په صورت کې به د دوی تړونونه لغوه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS