په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ډاکټر پپر کورن ماموریت پای ته ورسېد
![په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ډاکټر پپر کورن ماموریت پای ته ورسېد](/sites/default/files/2020-09/hhhhhh.jpg)
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د یوې ناستې په ترڅ کې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ډاکټر پپرکورن د ماموریت پای او کړنې وستایلې.
ډاکټر عثماني د ښاغلي کورن کړنې ښې وبللې او هغه ته یې په ټولو برخو کې د بریا هیله وکړه.
د عامې روغتیا نوماند وزیر د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیا برخې له مهمو همکارانو څخه یاد کړ او د دې سازمان رول یې د افغانستان روغتیايي خدمتونو د ښه کولو برخه کې ارزښتناک وباله.
همدا ډول ښاغلی عثماني د دې غوښتونکی شو چې یو تن له افغانانو څخه دې د نړۍ په یو هېواد کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي په توګه وټاکل شي.
ښاغلی کورن اووه کاله وړاندې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي په توګه وټاکل شو چې اوسمهال د نوموړي ماموریت په دې هېواد کې پای ته رسېدلی دی.
آقای کورن، هفت سال قبل به عنوان نماینده سازمان صحی جهان در افغانستان گماشته شده بود و اکنون دورهٔ ماموریت او در این کشور به پایان رسیده است.