له هېواد نه بهر د ځمکې له لارې د هېواد والو سفر او په دولتي لابراتوارونو کې د کورونا ویروس ازمایښت ترسره کولو په پار د عامې روغتیا وزارت خبرتیا
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت، له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تلو څخه ډه ډه وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خپلو مسافرینو ته خبرداری ورکوي، چې د کورونا ویروس د ازمایښت لپاره دولتي لابراتوارونو ته ولاړ نشي.
ځکه چې په دې لابراتوارونو کې د شته ازمایښتونو ظرفیت لږ دی او دا آزمایښت یوازې د شکمنو پېښو او په هېواد کې دننه د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره دی.
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره د سفارت له لارې په همغږۍ دې ستونزو ته حل لارو د موندلو لپاره د خپل سفارت له لارې له پاکستان هېواد سره په اړیکه کې دی، خو د پاکستان حکومت اندیښنه لري چې ډېر سفرونه به په دواړو هېوادونو کې د کورونا ویروس د لا خپرېدو لامل شي.
په درنښت:ډاکتر احمد جواد عثماني
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزیر