په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولوښه والی وارزول شو
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، مالي او اداري معینانو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو یوشمېر استازو، د روغتیا شریکانو، د مرکز او ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو سره په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو د ښه کولو په پار د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې لومړی، د بغلان، پکتیکا، خوست، پکتیا، بادغیس، غور او فراه ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د خپلو ریاستونو کړنو راپور د وزارت رهبري ته وړاندې کړ او اړمنو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او برابرولو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو په وړاندې ستونزو د حل لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.
دغه رازپه هیواد کې د کورونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې لپاره پنځه تخنیکي کمیټو هم خپل راپورونه او کاري پرمختګ ګډونوالو ته وړاندې کړ، چې په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شول.