د کورونا ویروس دویمې څپې د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۲:۱
د کورونا ویروس دویمې څپې د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي

د هېواد د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د "اتو بجو" په ناسته کې د سمنګان، ننګرهار، سرپل، جوزجان ولایتونو او کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې کمیټو دندې وارزولې.

په دې ناسته کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو، د روغتیایي خدمتونو یوشمېر پلي کونکو مؤسسو، د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې کمېټو د خپلو کړنو او ستونزو کاري راپور په مفصل ډول تشرېح کړ.

د عامې روغتیا وزیر د دوی د کړنو ارزولو پرمهال په مرکز او ولایتونو کې د شته ستونزو د حل لپاره اړوندو د ادارومسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ډاکټر عثماني په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي ټینګار وکړ او د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو یې وغوښتل چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې د عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي ترڅو د اړوندو ادارو لخوا ورته لاسرسی وشي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر وویل: هغه مسافرین چې د ځمکې له لارې پاکستان هېواد ته سفر کوي د کورونا ویروس ازمایښت ته اړتیا نلري او یوازې هغه کسان چې د هوا له لارې سفر کوي باید د کورونا ویروس ازمایښت ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS