د اجرائیوي بورډ دیارلسمه ناسته ترسره شوه
د اجرائیوي بورډ ناسته د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان وزارت معین ډاکټر بشیر نورمل په مشرۍ د مرکزي رئیسانو او د پروژو د مسؤلینو په ګډون د خپل کار په دفتر کې تر سره کړه.
په دې ناسته کې، د پالیسۍ او پلان معین په لاندې مواردو لکه: د کاري لایحې خلاف د خدماتي کار کونکو د استخدام څرنګوالی، د پلي کونکو مؤسسو لخوا په یوشمېر ولایتونو کې د روغتیایي کارکونکو د معاشونه نه ورکول، د صحتمندي پروژې د احتیاطي (کانتنجنسي) بودیجې د لګښت څرنګوالی او همدارنګه د جمهوریت روغتون د مسؤلینو وړاندیزونو ته د لاسرسي او همغږي په پار له ګډونوالو سره خبرې وکړې..
سربېره پردې، د الفلاح خصوصي لابراتوار د بیاکتنې لپاره د روغتیا وزارت د ګډې کمېټې ټاکل، د مرکزي ورکشاپ نوم بدلول (د طبي او غیر طبي تجهیزاتو تخنیکي آمریت) د خصوصي سکتور له لارې د کوویډ - 19 واکسین واردول، د پروژو له ادغام وروسته د مالي، تدارکاتي او بشري سرچینو د کار کونکو تر یو چتر لاندې تنظیم له نورو موضوعاتو څخه وؤ چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو او مسؤلینو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې.