د کورونا واکسین د تطبیق څرنګوالی د یوې ناستې په ترڅ کې تر ارزونې لاندې ونیول شو
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د ویډیو کنفرانس له لارې د یوناستې په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې روغتیایي پرسونل ته د کورونا واکسین د تطبیق څرنګوالی د پلي کونکو مؤسسو له مسؤلینو او د عامې روغتیا رئیسانو سره تر ارزونې لاندې ونیو.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کونکو مؤسسو ته لارښوونه وکړه چې د کورونا واکسین په چمتو کولو کې، د عامې روغتیا ولایتي ریاستونو سره بشپړه همکاري وکړي. هغه د دې واکسین او پوهاوي په تطبیق کې د عامې روغتیا رئیسانو رول مهم وباله او له دوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.
دغه راز ډاکټر مجروح د ټولو روغتیایي کار کونکو شمېر چې د کورونا واکسین ورته تطبیق شوئ له ګډونوالو سره شریک کړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د دولت او د عامې روغتیا وزارت رهبري په مرکز او ولایتونو کې له روغتیايي مسؤلینو څخه غوښتنه دا ده چې د دې واکسین تطبیق او راپور ورکولو برخه کې له جدیت، لاهمغږي او بشپړ دقت څخه کار واخلي او په دې برخه کې کوچنۍ تېروتنه هم د منلو وړ نه ده.
له بلې خوا، ګډونوالو د کورونا واکسین د تطبیق برخه کې خپل کاري راپورونه، وړاندیزونه او کاري ننګونې د عامې روغتیا وزارت له رهبري سره شریکې کړې، د حل او دوی ته د لاسرسي په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړل شوې.