د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هیواد د سوداګرۍ خونې له مرستیال او د رهبرۍ هیات سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د سوداګرۍ خونې له لومړي مرستیال ښاغلي حاجي یونس مهمند او مل پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې د سوداګرۍ خونو مرستیال د بهر څخه د درملو واردولو څرنګوالي په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پرمهال غوښتنه وکړه چې د صادر شوي درملو د بیاکتنې، کنټرول او لابراتوار مرحلې اسانه او لنډې کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د هیواد د سوداګرۍ خونو مشرتابه د وړاندیزونو د اورېدو پرمهال، د درملو د بیاکتنې او ارزونې پروسې د لڼدولو او د لازیاتو اسانتیا وؤ د رامینځته کولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: د عامې روغتیا وزارت به د هېواد په سرحدي کرښو کې د لابراتوارونو په تجهیز سره د هېواد تاجرانو ته د اسانتیا زمینه برابره کړي.
د دې غونډې په پای کې، د عامې روغتیا وزارت او د هېواد د سوداګرۍ خونې ترمنځ د دوامداره او هر اړخیزو همکاریو په هکله موافقه شوه.