د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د مدیترانې د ختیځ حوزې هېوادونو د پولیو له رئیس سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د مدیترانې د ختیځ حوزې هېوادونو د پولیو له رئیس سره وکتل](/sites/default/files/2021-03/161377599_1317487211953788_5376298846861506354_n.jpg)
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر وحید مجروح، د مدیترانې د ختیځ حوزې هېوادونو د پولیو له رئیس ښاغلي حمید جعفري او د هغه مل ټیم سره په افغانستان کې د ګوزڼ اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، په هیواد کې د ګوزڼ اوسني وضعیت سربېره، دواړو لورو په دې برخه کې د اصلاحاتو پروسې او په افغانستان کې د پولیو پروړاندې د مبارزې کمپاینونو په لاره اچولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ختیځ مدیترانې هېوادونو کې د ګوزڼ له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د پولیو پروړاندې مبارزه او په هیواد کې د ویروس په له منځه وړلو کې د افغانستان له روغتیا سکتور سره بشپړه همکاري وکړي.
ښاغلي جعفري همداراز ژمنه وکړه، چې موږ د دولت او د افغانستان د روغتیا سکتور سره د پولیو د له منځه وړلو په مبارزه کې، خپلو همکاریو ته ژمن یو او په دې برخه کې به زموږ مرستې دوام وکړي.