د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د ختیځې مدیترانې هیوادونو د همغږۍ او همکارۍ کمیټې لومړۍ ناسته ترسره شوه
![د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د ختیځې مدیترانې هیوادونو د همغږۍ او همکارۍ کمیټې لومړۍ ناسته ترسره شوه](/sites/default/files/2021-03/doubleeee.jpg)
دغه غونډه د ختیځ مدیترانې هیوادونو کې د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره د لا همغږۍ او ښه انسجام په خاطر د روغتیا نړیوال سازمان د حوزوي رئیس او د ختیځ مدیترانې هېوادونو د وزیرانو په شتون کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړۍ د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح د کمیټې غړو ته په افغانستان کې د ګوزڼ وضعیت او همدارنګه د دولت مخالفینو تر کنټرول لاندې نا امنه سیمو کې د درې ملیونو ماشومانو ژوند ته د پاملرنې نشتوالي په اړه د دې کمېټې غړو ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې د دوی د لا همکارۍ او همغږۍ غوښتونکی شو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ګوزڼ شکمنو پېښو معاینه کولو او جېنو ټایپنګ لابراتوار د پرانیستلو په اړه، چې افغانستان ورته اړتیا لري، د دې کمېټې له غړو سره شریک کړ او په دې برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سربیره پردې، ډاکټر مجروح په افغانستان کې د ګوزڼ د دوهم ډول ویروس خپرېدو او له مینځه وړو په موخه د پولیو واکسین د نوي ډول (نو ول او پي وي) یا (ان او پي وي) په هکله ګډونوالو ته معلومات ور کړل.
له بلې خوا، د ختیځ مدیترانې هیوادونو د همغږۍ او همکارۍ کمیټې رئیس او غړو، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رهبري سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.