د واکسین نړیوالې اتحادیې د اجرائیوي بورډ غونډه وشوه
![د واکسین نړیوالې اتحادیې د اجرائیوي بورډ غونډه وشوه](/sites/default/files/2021-03/163877551_1322014741501035_5329860615366966859_n.jpg)
په دې ناسته کې د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د واکسین نړیوالې اتحادیې رئیس او د واکسین نړیوال بورډ د غړو هېوادونو استازو د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه.
لومړی د واکسین نړیوالې اتحادیې رئیس د اوسني وضعیت او د واکسین نړیوالې اتحادیې غړو هېوادونو لپاره د واکسین برابر ولو ادارې (کو واکس فسلېټي) لخوا د کووېډ -۱۹ پنځه سلنه واکسین د وېش په اړه چې فقر ترکرښې لاندې دي له ګډونوالو سره خبرې او زیات معلومات ورکړل.
سربېره پردې، په دې ناسته کې د واکسین نړیوالې اتحادیې له لارې د نړۍ ټولو هېوادونو ته د کوویډ -۱۹ واکسین پېرودلو او رسولو لپاره د خصوصي سکتور سره د مرستې او همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د دې غونډې په دوام، د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح د کویوډ - ۱۹ واکسین د پلي کولو په پروسه کې د شفاف وېش او شفافیت د تامین لپاره د ځانګړي میکانیزمونو جوړولو په اړه برخوالو ته ډاډ ورکړ او له دوی یې وغوښتل چې په افغانستان او افغانستان ته ورته نورو هېوادونو کې، روان حالت، د ښه امنیت نشتون په پار په دې پروسه کې له پنځه سلنه څخه زیاته برخه ورکړي.