جمهوررئیس غني د جمهوریت روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۹:۴۰
جمهوررئیس غني د جمهوریت روغتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام جمهوریت روغتون ته ولاړ، د یاد روغتون د عمومي وضعیت ارزولو پر مهال یې د بستر ناروغانو د احوال پوښتنه وکړه او هغو ته د ښې رسېدګۍ او پاملرنې په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس روغتون ته له رسېدو وروسته په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي یې ملتیا کوله، د جمهوریت روغتون رئیس محمدالله علیشنګي د روغتون د عمومي وضعیت او د ناروغانو درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د یاد روغتون د مسوولینو، ډاکټرانو، نرسانو او پرسونل د کړنو او خدمتونو د ستایلو پر مهال، دوی ته د ناروغانو د مراقبت او رسېدګۍ په خاطر لارښوونه وکړه.

همداراز جمهوررئیس د روغتونونو د اصلاحاتو موظف ټیم ته لارښوونه وکړه چې د جمهوریت روغتون د ستونزو او ننګونو د حل په موخه د مسوولینو، متخصصینو، ډاکټرانو او نرسانو په مشوره خپل وړاندېزونه په لیکلي بڼه ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

په پای کې د یاد روغتون مسوولینو، متخصصینو او معالجو ډاکټرانو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د جمهوریت روغتون د ښه والي او ناروغانو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS