د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ډنمارک هېواد له سفیر سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ډنمارک هېواد له سفیر سره وکتل](/sites/default/files/2021-06/192629493_1365459393823236_1566775560455506492_n.jpg)
شنبه، غبرګولی ٨/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د ویډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې د ډنمارک له سفیر مېرمن Nathalia Feinbrg سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ډنمارک هېواد له سفیر څخه وغوښتل چې د ډنمارک له مسؤلینو سره په همغږۍد کورونا ویروس سره په مبارزه په ځانګړي ډول د واکسینو په لېږلو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.
همدارنګه مېرمن Nathalia Feinbrg د عامې روغتیا وزارت د سرپرست د غوښتنو له اورېدو وروسته وویل: موږ به دا مسله د خپل هېواد له مسؤلینو سره شریکه کړو ترڅو د دوی له تاییدي وروسته موږ وکولی شو چې په مستقیم ډول یوه اندازه واکسین د افغانستان د روغتیا سکتور سره مرسته وکړو.
دا د یادونې وړ ده چې ډنمارک هېواد د کواکس له لارې یو څه اندازه د کورونا واکسین په مستقیم ډول اړمنو او مخ پر ودې هیوادونو سره مرسته کوي.