د کورونا ویروس پېښې په هېواد کې لاهم مخ پر زیاتېدو دي

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۵:۳۴
د کورونا ویروس پېښې په هېواد کې لاهم مخ پر زیاتېدو دي

یکشنبه، غبرګولی ٢٣/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه خبري کنفرانس کې په هېواد کې د روغتیایي وضعیت او د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت د ارزونو پر اساس د کورونا ویروس لاهم مخ په ډېرېدو دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د وقایوي پیغامونو عملي کول د کورونا ویروس د مخنیوي ترټولو غوره لاره وبلله او له هېواد والو یې وغوښتل چې د ماسک په اغوستلو، د ټولنیز واټن ساتلو، په مکرر ډول د لاسونو مینځلو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې له ګډون څخه په ډډه کولو سره د دې ویروس پر وړاندې ځان خوندي کړﺉ.

ډاکتر مجروح، د قصبې، افغان - جاپان، محمد علي جناح روغتونونو کې د بسترونو د شمېر پر زیاتوالي او د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د نصب، روغتیایي کار کوونکو د روزنې او په روغتیایي مرکزونو کې د اړینو تجهیزات د چمتو کولو لپاره د عامې روغتیا وزارت د ترسره شوي اقدامات یادونه وکړه او ویې ویل چې د هېواد روغتیایي وضعیت د دولت د مشرتابه په غوڅ ملاتړ سره مدیریت کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اکسیجن د کمښت د له منځه وړلو لپاره د دې وزارت د هڅو په اړه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: چې ٤٥٠٠ بالونه اکسیجن له ایران هېواد څخه پېرودل شوي او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به هېواد ته را ورسېږي، همدارنګه ازبکستان هېواد د یو هوکړه لیک له مخې هره ورځ شاوخوا ٣٠٠ بالونه اکسیجن افغانستان ته استوي او په پام کې ده چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د غزني او ډایکندي پرته چې هلته دمخه د اکسیجن د تولید دستګاه وې فعاله شوې وې په نورو ولایتونو کې به د اکسیجن د تولید دستګاه نصب شي.

ډاکتر مجروح، د کورونا واکسین تطبیق ته په اشارې سره وویل چې د واکسین د تطبیق پروسه له یوې اونۍ ځنډ وروسته بیا پیل شوې او دا واکسین د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوب او د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونو پرۍاساس د خطر سره مخ خلکو (روغتیایي کارکوونکي، نظامیان، ښوونکي، هغه وګړي چې عمرونه یې له پنځوسو کلونو ډېر وي او یا مزمنې/اوږد مهاله ناروغۍ) ولري تطبیق کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې سربېره پردې موږ د متحده ایالاتو، کاناډا، ډنمارک او قطر هېوادونو څخه د واکسین په ترلاسه کولو کې د مرستې غوښتنه کړې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع په جدي ډول سره تعقیبوي.

هغه همدارنګه د ښوونیزو مرکزونو، د ودونو تالارونو، حمامونه، ورزشي کلپونو او د لامبو حوضونو تړل په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره یو اغېزمن اقدام وباله.

ډاکترمجروح د هېواد اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د کورونا ویروس د کنټرول او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ټول اړین اقدامات تر لاس لاندې نیولي او په دې برخه کې به هېڅ ډول ځنډ را نشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS