د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ماشومانو د ساتنې د نړیوال سازمان له استازي سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۲۱:۲۲
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ماشومانو د ساتنې د نړیوال سازمان له استازي سره وکتل

پنجشنبه، تله ٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سېو د چلدرېن) له استازي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه، د عامې روغتیا وزارت سره د دې سازمان په ګډه همکارۍ په ځانګړي توګه د ماشومانو روغتیایي وضعیت څخه د ملاتړ په اړه بحث او تبادل د نظر وشو.

د عامې روغتیا سرپرست په افغانستان کې د دغه سازمان د همکاریو قدردانی وکړ او په افغانستان کې یې د هغوی پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.

ډاکټر قلندر عباد زیاته کړه چې د میندو، ماشومانو او اړمنو خلکو لپاره په افغانستان کې د نړیوالو روغتیایي همکارانو مرستې ډېرې حیاتي دي او نړیوال سازمانونه باید د اسلامي امارت د اصولو سره سم د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریوو ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان ملاتړ وکړ او زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت په ټولو شرایطو کې ستاسو سره همکار دی او ستاسو د هڅو ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې، د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان د عامې روغتیا وزارت له ملاتړ څخه هرکلی وکړ او ویې ویل موږ ژمن یو چې افغان ماشومانو سره د تغذیې، درملنې او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو او په پام کې ده هغه ولایتونو کې چې هلته د Save The Children دفتر فعالیت ولري څو ګرځنده ټیمونه چې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي رامنځته کړي ترڅو هغه سیمې چې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا لري تر پوښښ لاندې را ولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په موخه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز او استقلال تخصصي روغتونونو څخه څلورم پړاو نظارت ترسره شو

د ټرینر متخصصینو، ټریني ډاکټرانو د ستونزو او اکمال تخصص پروګرام د تشو ارزونې په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي چارو ریاست د څارنې ټیمونو د خیرخانې ۱۰۲ بستر او استقلال تخصصي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۲
Background image

د غزني ولایت تخنیکی پوهنتون څه باندې ۷۰۰ محصلینو ته د نشه‌ يي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه علمي سیمنار تر سره شو

یاد سیمنار چې د غزني عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي مسؤلینو له لوري تر سره شو، ګډونوالو ته په کې د عامه پوهاوي اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون روغتیايي خدمتونه وارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روداتو ولسوالۍ د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS