د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د افغان ـ جاپان روغتون څخه ليدنه وکړه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۵:۴۶
د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د افغان ـ جاپان روغتون څخه ليدنه وکړه

دوشنبه، جوزا ٢/ا ۱۴۰۱

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکټر حبیب الله آخندزاده په کابل کې د افغان-جاپان له روغتون څخه لیدنه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ارزونه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د دغه روغتون د هغو روغتیايي کارکوونکو له هڅو مننه وکړه چې شپه او ورځ د ناروغانو په خدمت کې دي او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د ناروغانو د روغتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

له بلې خوا د د افغان ـ جاپان روغتون رؽيس ډاکتر زلمي رشتين د اړو کسانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او پاملرنې ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د دغه روغتون روغتيايي کارکوونکي به د ناروغانو خدمت وکړي، او ٢٤ ساعته به د ناروغانو په چوپړ کې وي او دوي به له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړي.

د افغان-جاپان دغه ۱۲۰ بستریز روغتون د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او دفتر (HEALTH NET TPO) په همکارۍ تمویلیږي، چې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په هلمند کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت بغني او باغران ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درې روغتیایي مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې ودانۍ د IOM مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په حصه اول او پریان ولسوالیو کې د رواني ناروغیو درملنې پنځو مرکزونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل: ياد مرکزونه خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ښه کولو په موخه جوړ شوي دي، چې له ډلې یې دوه مرکزونه په حصه اول ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال. . .

BACK TO NEWS