د وزیرمحمداکبرخان روغتون کې په نړیوال سټندرد د یوې عملیات خونې او ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۸:۵۰
د وزیرمحمداکبرخان روغتون کې په نړیوال سټندرد د یوې عملیات خونې او ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د ۴۰ ميلونه افغانيو په ارزښت په نړیوال سټندرد د یوې عملیات خونې او ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده حامد له لوري د وزیر محمداکبرخان روغتون په انګړ کې د یوې عملیات خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین په هېواد کې د داسې مرکزونو جوړول یوه مهمه اړتیا وبلله او په هېواد دننه د ناروغانو د درملنې په برخه کې یې د داسې مرکزونو شتون خورا مهم وګاڼه.

همداراز د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي عرضه خدماتو معین د روغتیايي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې د داسې مرکزونو جوړول په کور دننه د ناروغانو د درملنې لپاره زمینه برابروي او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د ورتګ لپاره نه مجبورېږي.

ټاکل شوې چې دغه ودانۍ د ۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت سره په څلورو پوړونو کې په نړیوال ستندرد برابره جوړه شي چې مجهزه عملیات خونه، کنفرانس هال، ریکوري خونې او نورې مختلفې برخې به ولري او ټول لګښت به یې د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د سترګو غوره لید اړوند لس شیان چې باید پاملرنه ورته وشي!

د سترګو غوره لید اړوند لس شیان چې باید پاملرنه ورته وشي!

#خپلو_سترګو_ته_پاملرنه_وکړئ!

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ په مرکز کابل کې پای ته ورسېده

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې وه، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۵
Background image

د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ د عمومي روغتون جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د تدارکاتو، اداري، مالي او حسابي ریاستونو او د ۱۲ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې. . .

BACK TO NEWS