د مونوګراف ددفاع آزموینی خبرتیا

akbari_admin

د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

د مونوګراف د دفاع آزموینه:

هغو ډاکټر صاحبانو چی د اکمال تخصص پروګرام یی په تخصصی روغتونو کښی په ۱۴۰۰ کال او دهغه څخه مخکی  پای ته رسولی او د دوی مونوګرافونه د اکمال تخصص د علمی کمیټی لخوا تایید شوی دي، او  هم هغه ډاکټران  چی د  هندوستان  SGR روغتون څخه د تخصص سند لري د دوی د مونوګراف د دفاع آزموینه په 17 /05/ 1402 نیټه چی د 22/01/1445 ه. ق نیـټی سره سمون لری د عامی روغتیا  په وزارت کښی اخیستل کیږی.

په شرایطو برابر ډاکټر صاحبان دی د نوموړی آزموینی د ګډون لپاره له 01/05/1402 تر 14/05/1402 نيټی پوری د عامی روغتیا وزارت سایت د http://149.54.11.156:8044/recrutement/web/fa/webform/moph_recrutementلینک څخه په آنلاین توګه نوم لیکنه وکړی او د لارښوونی سره سم خپل د آزموینی دګډون کارت دی ترلاسه کړی.

دنوم لیکنی لاښود:

کله چی په پورتنی لینک  کلیک وکړی دنوم لینکی فورم به ښکاره شی ،لمړی خپل نوی(۳x۴ ) عکس چی وروستی برخه یی سپینه وی آبلود او دغوښتنی سره سم فورم ډک کړی ،د فورم په لاندینی برخه کښی د ارسال تڼی کلیک کړی ، ستاسی نوم لیکنه به  بشپړه شی  اوتاسی به خپل معلومات او تکمیل شوی فورم وګوری ، دفورم لاندینی برخه کښی به  دچاپ او ‌ذخیره تڼی ښکاره شی که غواړی چی خپل کارت چاپ یا ذخیره کړی نو یو له دغه دوه وو څخه غوره کړی اوخپل کارت ترلاسه کړی .

دآزموینی په ورځ د پورتنی کارت  او دتابعیت تذکری شتون له تاسی سره اړین او ضرور دی.

یادونه: د ستونزو د حل لپاره د (0788209637)واتساپ شمیری سره ا‌‌‌‌ړیکه ونیسۍ.

درنښت

داکمال تخصص ریاست

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ۳۴ مسلکي بستونه اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه له اړینو اسنادو سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۳
Background image

خبرتیا!

 موضوع: د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم فراه ولایت ته سفر وکړ

د فراه ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۹
Background image

د جامع متفرقه عملي (Comprehensive) ازموینې په اړه د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام هغو محترمو فارغو ډاکټرانو څخه، چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي دي، د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د مرکز په تخصصي روغتونونو کې جامع . . .

Back to announcements