د مونوګراف ددفاع آزموینی خبرتیا

akbari_admin

د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

د مونوګراف د دفاع آزموینه:

هغو ډاکټر صاحبانو چی د اکمال تخصص پروګرام یی په تخصصی روغتونو کښی په ۱۴۰۰ کال او دهغه څخه مخکی  پای ته رسولی او د دوی مونوګرافونه د اکمال تخصص د علمی کمیټی لخوا تایید شوی دي، او  هم هغه ډاکټران  چی د  هندوستان  SGR روغتون څخه د تخصص سند لري د دوی د مونوګراف د دفاع آزموینه په 17 /05/ 1402 نیټه چی د 22/01/1445 ه. ق نیـټی سره سمون لری د عامی روغتیا  په وزارت کښی اخیستل کیږی.

په شرایطو برابر ډاکټر صاحبان دی د نوموړی آزموینی د ګډون لپاره له 01/05/1402 تر 14/05/1402 نيټی پوری د عامی روغتیا وزارت سایت د http://149.54.11.156:8044/recrutement/web/fa/webform/moph_recrutementلینک څخه په آنلاین توګه نوم لیکنه وکړی او د لارښوونی سره سم خپل د آزموینی دګډون کارت دی ترلاسه کړی.

دنوم لیکنی لاښود:

کله چی په پورتنی لینک  کلیک وکړی دنوم لینکی فورم به ښکاره شی ،لمړی خپل نویx۴ ) عکس چی وروستی برخه یی سپینه وی آبلود او دغوښتنی سره سم فورم ډک کړی ،د فورم په لاندینی برخه کښی د ارسال تڼی کلیک کړی ، ستاسی نوم لیکنه به  بشپړه شی  اوتاسی به خپل معلومات او تکمیل شوی فورم وګوری ، دفورم لاندینی برخه کښی به  دچاپ او ‌ذخیره تڼی ښکاره شی که غواړی چی خپل کارت چاپ یا ذخیره کړی نو یو له دغه دوه وو څخه غوره کړی اوخپل کارت ترلاسه کړی .

دآزموینی په ورځ د پورتنی کارت  او دتابعیت تذکری شتون له تاسی سره اړین او ضرور دی.

یادونه: د ستونزو د حل لپاره د (0788209637)واتساپ شمیری سره ا‌‌‌‌ړیکه ونیسۍ.

درنښت

داکمال تخصص ریاست

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص!

قابل توجه کاندیدان محترم امتحان ترینری برنامه اکمال تخصص:

قرار است امتحان ترینری 1405 ه ش برنامه اکمال تخصص به همکاری اداره محترم ملی امتحانات اخذ گردد، بناً متخصصین محترم که جهت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۳۱
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص وزارت صحت‌عامه!

موضوع: قابل توجه آنعده از داکترانی که در امتحان ترینری سال ۱۴۰۴ هجری شمسی موفق شده ‌اند.

به اطلاع آنعده از داکتر صاحبانی که در امتحان ترینری موفق گردیده‌اند رسانیده می‌شود که، اسناد . . .

Back to announcements