د تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
موضوع: د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبی تجهیزاتو (صحتمندی میکانیزم تقویتی ) پروژی د 121 قلمو مصرفی طبی موادو د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبی تجهیزاتو (صحتمندی میکانیزم تقویتی) پروژی د121 قلمو طبی مصرفی موادو تړون د (کشمیرقاسمی تجارتی او لوژستیکی) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (62375) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (هوتل پروان دخیرخانی دریمه حصه , 15 ناحیه ,کابل مرکز,کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (1,150,000) یو میلیون و یوسل و پنځوس زره افغاني ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.