دطبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د زړه جراحي وارد اړتیا وړ د اړینو طبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو کې چې ریفرنس شمیره یې MOPH/RMCM/1402/NCB/G-01 ده د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي،د یادې پروژې شرطپاڼه د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت د ادویه جاتو لوی مدیریت څخه په سافټ ډول په فلش کې ترلاسه کړي او همدارنګه د تدارکاتو د قانون، طرزالعمل او د شرطپاڼې د شرایطو مطابق دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 14/10/1402 نېټې، د پنجشنبې ورځ د سهار تر لسو بجو پورې ترتیب او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د افر پرانیستې خونې ته چې د کابل ولایت د وزیر محمد اکبرخان مېنې او د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه قرار لري وسپاري، ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانک ګرنټي په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 737,000 اوه سوه اوه دیرش زره افغانۍ دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه  د 14/10/1402 نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي وړاندې کړئ.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 مالي کال لپاره د 42 قلمه پاکونکو موادو تهیه او تدارک.

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G8

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو برابرو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري، د ( 15000طبي اکسیجن بالونونو ډکولو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ تر څو (د غزني  ولایت . . .

Back to tenders