په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) هېڅ مثبته پېښه نده ثبت شوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۹:۸
jj

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن یکشنبه د رجب المرجب میاشتې ۱۶مه نېټه د یو خبرې کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان هېواد د  «ان آی اچ» ادارې له لوري په کونړ ولایت کې د یوې لس کلنې ماشومې د پولیو (ګوزن) ناروغۍ د اخته کېدو په تړاو خپور شوی خبر رد او په دې اړه خپرې شوې ویناوې یې بې بنسټه او غیر مسئولانه وګڼلې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، د عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر بنسټ دغه ماشومه په نیورولوژي (یو ډول مغزي ناروغي ده) اخته ده، د وجود یوه برخه یې فعالیت نه لري او د پولیو هېڅ ډول نښې نښانې یې په وجود کې شتون نه لري.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې اړه خپور شوی خبر له حقیقت لېرې وګاڼه او و یې ویل چې د دې ماشومې په اړه د یادې ادارې ویناوې غیر مسئولانه دي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دی او په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

ښاغلي وزیر همداراز په افغانستان کې د پولیو د تشخیص د لابراتوار د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار جوړ او په نیږدې کې به یې پرانیسته ترسره شي او وروسته له دې به د پولیو پېښې په کور دننه تشخیص شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS