په غزني ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم لوري په مقر ولسوالۍ کې د خصوصي سکتور اړوند، له ۱۸ درملتونونو، ۱۲ غاښونو کتنځایونو، ۸ لابراتوارونو، ۳ اکسرې خونو او ۱۲ کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې ۲ کتنځایونه د قانوني جواز د نه شتون له امله وتړل شول