د عامې روغتیا وزارت اړوند، غزني ولایت سیمه ییز روغتون د روان ۱۴۰۳ هـ ش کال لومړیو دریو میاشتو په ترڅ کې (۱۹۲۱) جراحي عملیاتونه ترسره کړي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۲۴
MOPH

په دغه جراحي عملیاتونو کې ۹۸۰ کوچني او ۹۴۱ یې ستر عملیاتونه وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې په بریالۍ توګه ترسره شوي.

په یاد روغتون کې همداراز (۳۱۹۱۸) ناروغانو ته سراپا (OPD) او (۲۰۴۶) تنو ته داخل بستر(IPD) خدمات وړاندې شوي دي.

سربېره پر دې (۶۷۱۰) تنو ته لابراتواري، (۱۹۳۵) تنو ته تلویزیوني او (۳۴۶۷) تنو ته اکسری خدمات وړاندې شوي دي.