غزني ولایت کې د وینې د کمښت ګولیو د ویش کمپاین پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۰:۵۹
MOPH

د غزني عامې روغتیا ریاست له لوري د وینې کمښت ( کمخوني) ګولیو د وېش درې ورځنی کمپاین د یو لړ مراسمو پرمهال پیل شو.

یاد کمپاین کې به د غزني مرکز په شمول اتلس ولسوالیو کې د رضاکارانو په مرسته، هغو مېرمنو او نجونو ته د کمخوني ګولۍ ورکړل شي چې په یاده برخه کې ستونزې لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS