د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په خپل کاري دفتر کې (WHO) د روغتیا نړیوال سازمان او (IOM) د کډوالۍ نړیوال سازمان له استازو سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې (WHO) د روغتیا نړیوال سازمان او (IOM) د کډوالۍ نړیوال سازمان له استازو سره د هېواد په سرحدي سیمو کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او په کور دننه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د مخنیوي او پېښو ته یې د رسېدنې، د لرې پرتو او سرحدي سیمو اړمنو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو پر څرنګوالي او ورته نورو موضوعاتو خبرې ترسره کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان او کډوالۍ نړیوال سازمان استازو له لوري په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامې امارت رهبري او د عامې روغتیا وزارت ژمن دي، څو په هېواد کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په موخه د لازمو تدابیرو په پام کې نیولو او په کور دننه د شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره لازم اقدامات ترسره کړي، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS