د عامې روغتیا وزارت د د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په جورډان هیواد کې په اتم سیمه ییز کنفرانس کې کډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۷:۱۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي جورډان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د شرقي مديترانې حوزې هېوادونو له استازو سره د ‘’Advancing Public Health Preparedness and Response: Challenge, opportunities and Ways Forward’’ په اتم سیمه ییز کنفرانس کې کډون وکړ.

په دې کنفرانس کې، چې د شرقي مديترانې حوزوې د ۲۲ هېوادونو د روغتیا برخې استازو په کې ګډون کړی و، د هېوادونو تر منځ د روغتیايي میزان پر پیاوړتیا، په روغتیايي برخه کې په ناڅاپي توګه رامنځته کېدونکو بېړنيو پېښو ته پر چمتووالي، د واکسیناسیون خدماتو پر پیاوړي کولو، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو بخث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS