د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع:د میدان وردګو ولایت اړوند وردګ امبولانس لپاره د ودانۍ رغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د میدان وردګو ولایت اړوند وردګ امبولانس لپاره د ودانۍ رغولو پروژه چې د تړون شمېره یې(MOPH/CAC/NCB/1403/W-01) ده. د (جبار پیمان ودانیز ، سرک جوړونې او د ودانیزو مواد تولید شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (D–21193) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (محراب الدین قریشي مارکیټ، د دریم پروان څلورلارې سرک، کابل، افغانستان) کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه (۲،۴۹۰،۰۰۰) دوه میلیونه څلور سوه نوي زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (تخصصي او ثالثي روغتونونو اړوند د ۱۷۷ قلمه طبي ملزمې تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1404 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شوی پروژی:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

Back to tenders