د اکمال تخصص رئیس د تخار ولایتي روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۲۱:۲۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل پلاوي شمال او شمال ختیځ ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د تخار ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

د یاد سفر په ترڅ کې، چې موخې یې په روغتونونو کې د اکمال تخصص اړوند کریکولم پلي کول او د تخصص په برخه کې د ټریني متخصصینو او ټرینرانو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اورېدل دي، په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل نظارتي پلاوي د تخار ولایتي روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه هر اړخیزه لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس همداراز د یاد روغتون د بېلا بېلو څانګو له ټریني متخصصینو او ټرینرانو سره ناسته ترسره، په دې برخه کې شته ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د اکمال تخصص د ځانګړي کریکولم د پلي کولو برخه کې یې هغوۍ ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS