د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د طبي اکسیجن د پراختیا لپاره د همکارانو په دوه ورځني ورکشاپ کې ګډون وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۴:۳۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د طبي اکسیجن د پراختیا لپاره د همکارانو په دوه ورځني ورکشاپ کې ګډون وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد ورکشاپ پرانیسته کې د دې پروګرام په جوړېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ روغتیايي برخه کې د اکسیجن پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: " طبي اکسیجن په بېړنیو حالاتو او روغتیايي خدمتونو کې د ژوند ژغورنې لپاره اړین درمل دي چې هېڅ بدیل یې نشته ".

ښاغلي، حقاني د طبي اکسیجن برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیایي شریکانو همکاري او ګډې هڅې اړینې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې د دغه ورکشاپ له لارې به افغانستان کې د اکسیجن ایکو سیستم پیاوړتیا لپاره یوه واحده ستراتیژي جوړه شي.

 دغه دوه ورځنی ورکشاپ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړ شوی و، موخه یې د روغتیايي شریکانو راټولول او ورسره په ګډه افغانستان کې د اکسیجن سیستم د پراختیا لپاره د پلان جوړول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS