د روږدو د درملنې ملي برنامې رئیس د UNODC سازمان له استازي سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۳۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د روږدو د درملنې ملي برنامې رئیس، مولوي حافظ انعام الله عمار د افغانستان لپاره د UNODC سازمان له استازي سره د روږدو په برخه د یاد سازمان له لوري د ترسره شوې سروې په موخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د روږدو ناروغانو لپاره د اسانتیاوو برابرېدو سربېره په افغانستان کې د روږدو کسانو د سروې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د UNODC سازمان د استازي له لوري د روږدو د درملنې ملې برنامې رئیس، حافظ انعام الله عمار ته په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د یاد سازمان له لورې په نشه یې توکو د روږدو کسانو برخه کې د ترسره شوې سروې اړوند معلومات ورکړل شول، چې نوموړي د یاد سازمان غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو په برخه کې دې یوه نوې او هر اړخیزه سروې ترسره کړي؛ څو له مخې یې په هېواد کې په بېلا بېل ډوله نشه یې توکو د اخته کسانو کره شمېر معلوم او د مخنیوي په برخه کې یې لا زیات کار ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS