د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د سرطان د کنټرول ملي پروګرام پروژې د اړتیا وړ ریجنټونه او لابراتوار  مصرفي موادو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره MOPH/GDCM/NCCP/NCB/1403/G02 ده تړون د (جلال امید مصور تجارتي او لوژستیکي خدماتو ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (۷۴۹۶۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (بهارستان کارته پروان ناحیه2, مرکز کابل، افغانستان) کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه یې (۳،۱۶۳،۴۰۰)درې میلیونه یو سل دري شپېته زره څلور سوه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (تخصصي او ثالثي روغتونونو اړوند د ۱۷۷ قلمه طبي ملزمې تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1404 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شوی پروژی:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

Back to tenders