د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د استقلال ملي او تخصصي روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 79 قلمه درملو پروژه چې د (MOPH/ EH/1403NCB /G008) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یاد روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 27/8/1403هـ ش نېټه، شنبې ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د استقلال روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) ته چې د علاوالدین درې لارې ته څېرمه قرار لري، وسپاري. ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (400000)څلورسوه زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستلو غونډه به 27/8/1403هـ ش نېټه، سې شنبې ورځ د سهار په لسو بجو  د علاوالدین درې لارې ته څېرمه د استقلال روغتون دکنفرانس خونې (اطاق) کې ترسره کېږی.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۰
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders