کندز ولایت کې د روغتیایی خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۹:۵۷
MOPH

د کندوز عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله حکمت او ورسره مل ټیم یې د دغه ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې له یو شمېر خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړی، چې پرمهال یې ۱۳ بابه درملتونونه او کتنځایونه د اسنادو نه درلودو له امله تړلي او یو ټن له نیټې تېر او بې کیفیته درمل یې راټول کړي.

یاد ټیم دغه راز ګن شمېر غیر معیاري لوحې اصلاح کړي او هم یې د شفري نسخو او نرخونو د لوړوالي مخنیوي په موخه مسئولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي په بنګلادیش کې د درملو شرکتونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ بنګلادیش هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د «داخلي تولیداتو د جامع دوسیې (DMF) ارزونې» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تخنیکي دوسیو د ارزونې بهیر معیاري کول، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو د ثبت سیستم ښه کول دي چې ګډونوالو ته به. . .

BACK TO NEWS